محترم روستار تره کي او دده دملي ګټو سره تړلي دريځ !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

                                                               ۲۸ ــ ۵ ــ ۲۰۱۱  

واقعيت دادي چی دري ورځي تر مخه دپخواه په شان مي  د ځينو افغاني ويب پاڼو د کتلو تر څنګ  افغان جرمن انلائين ويب پاڼه  هم خلاصه کړه ، چی  سم دلاسه مي   دمحترم عباسي صاحب ( افغان پیام  دتلويزيوني شبکي همکار ) ديوي تليفوني سياسي مصاحبي سره چی ددرو افغاني شخصيتونو سره يي تر سره کړي وه مخامخ سولم ، او په دوه ځله می په دقت  سره دا مصاحبي  واوريدلې  ، چی ددې درو شخصيتونو دجملي څخه يو هم محترم روستار تره کي وو ۰ چی په افغانستان کي يي دامريکا يی  پو ځي دايمي  اډوپه اړوند يی دنړيوالو حقوقو پر بنسټ او دافغان ملي ګټو په نظر کي نيولو سره  په هر اړخيز ډول   داسي څرګندوني کړي وي ، چی زه نه سم کولاي دده دپخوسياسي  ادبي جملو څخه لږ څه په خپل قلم ولوستونکو ته بيان کړم ۰ ځکه نو زما له نظره ښه به داوي چی  دده دا پر واقعيتونو او ملي ګټوباندي ولاړو  څرګند ونو څخه افغان  روشنفکران دافغانستان دلانجي دسياسي چټک حل له پاره  په خپلو ليکونو کي دمأ خذ په توګه استفاده وکړي ۰ او هيله کوم  دټولو محترمو افغا ن روشنفکرانو څخه  چی دمحترم روستار تره کي دا  مصاحبه حتمأ واوري ،  چی داوريدلو څخه به يي ډير داسي څه واخلي ،  چی  هغه به ستاسو دملي دريځ په تحکيم او پوخ والي کي  ډير ستر کومک وکړي ۰

بايد دا واقعيت بيان کړو،  کوم وخت چی  يو دولت  دپردو د پوځي يرغل په پايله کي واک تر لاسه کړي وي اود  يوه  سهامي شرکت  بڼه خپله کړي وي ، او ير غلګرو دخپل پوځي او اقتصادي زور په اندازه ددولت دلوړ پوړو چارواکو تقر ر او تبدل خپل تر منځ په ډير سخاوتمندانه ډول  ويشلي او دهر بهرني  دولت سهميه پکښي معلومه وي  ، نو  ښکاره  خبره ده چی  دا چارواکي به  دخپلي وظيفي په درشل کی  هر وخت   دولس او ملي ګټو  په وړاندي دپردو لاس نيوي کوي  ۰ چی په نتيجه کي نو  ددولت دري ګوني قواوي هم  د لوي اختلاس تر څنګ دپردو دګټو او ستراتيژيو پولي کونکي و ي ۰ چی په دې نيژدي لسو کلونو کي  دا هر څه زموږ يرغمل ولس په خپلو سترګو ليدلي  دې ۰  نوپه داسي يوه حالت کي  څنګه کيدلايسي چی داسي يو دولت ته مشروع دولت وويل سي ۰ او بيا دې يرغلګر ځواک تر لسو کلونو وروسته ديوي خواه   دخپلو سختو اقتصادي ، سياسي او دجنګ په ډګر کي دنه کاميابي او  دپوځي نورو  ستونځو او دبله طرفه په منطقه کښی د نه لاس ته راوړني له کبله ، بيا  دپوځي دايمي اډو يا ددوي په نوي اصطلاح ستراتيژيکي تړون لاس ليک  د هم دې  دولت سره و  کړي ، چی دولس په وړاندي  هيڅ نوع مشروعيت نه لري ۰ ځکه نو دداسي يونا مشروع   دولت تر سيوري لاندي  هر پارلمان او لويه جرګه هم غير مشروع او لاس ليکونه به يي هم دولس په وړاندي  هيڅ نوع مشروعيت ونه لري ۰ ځکه نو دافغان داوسني کشالي  ښه او مشروع  لاره دملګرو ملتونو تر مشري لاندي ديو نړيوال کنفرانس را بلل دی ،  چی دا کنفرانس بايد دهيڅ يوه بهرني هيواد دنظامي او اقتصادي اغيزي لاندي نه وي ۰ او په دې کنفرانس کي به ډيره پر ځاي وي چی  دنړيوالو تر څنګ دافغان جنګ دواړو  خواوو  ( امريکا ، افغان دولت )  او مقاومت سر بيره يو شمير په داخل او بهر کي افغان ملي ګټو ته وفاداره مستقل سياسي کارپوهان او ملي ډموکراټيو ګوندونو استازي هم ګډون ولري ۰                      

                                                                              


May 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها